خوست؛ علیشېرو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت عليشېرو تریزیو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د کږې ژورې او تورو اوبو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کږې ژورې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٥ منډو هدف وټاکه. تورو اوبو لوبډلې د دوو ویکټو په زیان سره ياد هدف پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.
