خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ٧٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ٧٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې دوې نیمې میاشتې مخکې پیل شوې وې، د نورالقلم لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې نورالقلم لوبډلې له خپل ١٦٢ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ١٧ منډو په توپیر یې خپلې سیالې یعقوبیو ستنګ سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
