خوست؛ د ټېپ بال کرېکټ شمشاد لیګ دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۶:۰
خوست؛ د ټېپ بال کرېکټ شمشاد لیګ دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون استازولۍ په چوکاټ کې د مرکز اړوند د ډاب کلي ځوانانو له خوا پیل شوې د شمشاد لیګ دویم پړاو سیالۍ سید رقیب لوبډلې وګټلې.

شمشاد لیګ چې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، په ګروپي شکل هرې لوبډلې ۶ لوبې وکړې، چې پایلوبې ته یې سید رقیب او میډیا ایلیون لوبډلې ووتلې. سید رقیب لوبډلې په ټاکلو ۸ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۳ منډې هدف وټاکه، چې مقابلې میډیا ایلیون لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۷۳ منډې جوړې او سید رقیب لوبډلې ته یې لوبه وبایلله.

د حکومت او ولس ترمنځ د واټن کمول د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.

لوبغاړو ته د بېلابېلو جایزو د ورکړې سربېره، لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته ۳۵۰۰۰ او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۱۰۰۰۰ افغانیو چیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۹
Background image

د کابل والیبال جام دیارلسم پړاو سیالۍ پیل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ، د واليبال ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲٫۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د نهو لوبډلو ترمنځ د کابل واليبال جام ديارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS