خوست؛ د باک ولسوالۍ د والیبال رمضان جام سیالۍ د انار کلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۹:۴۲
خوست؛ د باک ولسوالۍ د والیبال رمضان جام سیالۍ د انار کلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدرسیون په چوکاټ کې د دغه ولایت د باک ولسوالۍ د سپېرکي کلي د ځوانانو له لوري د والیبال رمضان جام سیالۍ د انارکلي عبدالواحد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایلوبه کې د انارکلي عبدالواحد لوبډلې خپلې سیالې سروري لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې یادې سیالۍ د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو کې پيل شوې وې، چې د اورښتونو له امله خنډ سره مخ شوې او تېره ورځ یې پایلوبه ترسره شوه او پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ

د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

BACK TO NEWS