خوست؛ د ا.ا په ملاتړ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټورنمېنټ پیل شو
د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د فوټبال فدراسیون په استازولۍ د ا.ا په ملاتړ د ځوانانو له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ۲۵ ورځنی ټورنمېنټ پیل شو.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ورزشي مسوول عزت الله وقار، د سیمې مشرانو او ګڼ شمېر ننداره چیانو ګډون درلود.
د ټورنمېنټ د پیل لوبه د ترکۍ چلنجر او حجریم لوبډلو ترمنځ وه، چې حجریم لوبډلې مقابل لوري ته د ۰-۳ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.
