خوست؛ حاجي ولي کلب د ټېپ بال کرکټ اختريز غوره ليګ سياليو اتلولي وګټله
د خوست ولایت د ورزش امريت په همغږۍ د ټېپ بال کرکټ فدراسیون له لوري د تڼيوال پارک ميس عينک لوبغالي کې د "خوست سوپر ټي ټين" اختريز ليګ په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ چې د اختر په دوهمه پيل شوې وې د حاجي ولي کلب لوبډلې په ګټه پاى ورسېد.
د دغه ليګ پايلوبه د لکڼ او حاجي ولي کلبونو ترمنځ وشوه، چې د لکڼ کلب لومړى توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٦١منډې وکړې.
په مقابل کې د حاجي ولي کلب ورکړل شوى هدف د لوبې په څلورم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې وګټله.
ولي الرحمن د ٢٤٨ منډو په جوړولو او ابراهیم ځلاند د ١١ ويکټو په اخيستلو سره د ټورنمنټ غوره لوبغاړي و نومول سول.
په پاى کې د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته ٤٠ زره افغانۍ او دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته ١٥ زره افغانۍ نغدي جايزې هم ورکړل شوې.
