خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼیو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې د ٢/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې تڼیو الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
