خوست؛ بلال مندوزي لوبډلې د تڼیو ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه
د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د والیبال فدرسیون په چوکاټ کې د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ۵۶ لوبډلو ترمنځ د یووالي په نوم د والیبال سیالیو اتلولي بلال مندوزي لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبې ته بلال مندوزیو او کابل لېوال لوبډلو لار موندلې وه، له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته بلال مندوزیو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د دغو سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسوولینو، حکومتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.
هېره دې نه وي چې په پای کې لومړي او دویم مقام لوبډلو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
