خوست؛ ان.س حقــ. ا. ني لوبډلې د خپل وطن گل وطن په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
خوست؛ ان.س حقــ. ا. ني لوبډلې د خپل وطن گل وطن په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د‌ خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ او د محمد نبي عمـ. ري په مالي ملاتړ د خوست ښار په ميس عينک لوبغالي کې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور د اتو لوبډلو ترمنځ د "خپل وطن گل وطن" په نوم د ټېپ بال کرکټ گروپي سيالۍ د ان.س حقــ.ا ني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې‌.

په دغو سياليو کې د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، ښاروالۍ، کانونو ریاست، ورزشي امریت، ان.س حقـ. اني، اډوانس لابراتوار او د درملو اتحادیې لوبډلو گډون کړی وو.

د يادو سياليو پايلوبه د ان.س حقـ.ان.ي او امينه قوماندانۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ان. س حقـــ.ا ن.ي لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف کېښود، امينه قوماندانۍ لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۳۰ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ همغږي رامنځته کول وو، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته ۱۰٫۰۰۰ افغانۍ، دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۵٫۰۰۰ افغانۍ او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۵
Background image

ميدان وردگ کې د ۳۰ سوک وهونکو ترمنځ سيالۍ وشوې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز ميدان ښار په طوفان کلب کې د ۳۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې تشويقي سيالۍ وشوې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۳
Background image

افغان ورزشکار محمد قاسمي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې محمد قاسمی په ۴۵ کیلو ګرامه وزن کې له تاجکستاني سیاله په ماته منلو او د هندي سیال په ماتولو د برنزو مډال خپل کړ.

همدا ډول روحید. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له درېیو ولایتونو د ۸۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له ننګرهار، کونړ او. . .

BACK TO NEWS