خوست؛ اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بلال مندوزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د بلال مندوزي او دلپوري عرفان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې بلال مندوزي لوبډلې د ۳۰/۲۵ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
دغه سیالۍ د ټاپي پروژې په ویاړ پیل شوې وې، چې درې میاشتې یې دوام وکړ.
