خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۶
خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په مټې چينې سيمه کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د "يووالي جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د متون اتفاق کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د متون اتفاق او ساقي کلبونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ساقي کلب وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې متون اتفاق کلب ياد هدف د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د اتو ویکټو په توپير وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته يو پسه د انعام په توگه ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

محمد یوسف جهانګیر د اسلامي هیوادونو د پیوستون له سیالیو څخه د سرو زرو مډال وګاټه

محمد یوسف جهانګیر د اسلامي هیوادونو د پیوستون له سیالیو څخه د سرو زرو مډال وګاټه، نوموړي په ۷۵ کیلو وزن کې په خپله وروستۍ لوبه کې ترکي سیال ته ماته ورکړه او د افغانستان لپاره یې له یادو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۳۸
Background image

دا ځل په هرات کې د فوټسال د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې بریا نمانځل کیږي. ولسونه، اتحاد او ورزش!

دا ځل په هرات کې د فوټسال د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې بریا نمانځل کیږي.

ولسونه، اتحاد او ورزش!

BACK TO NEWS