خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په ورزي کلي کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د "ځوانانو يووالي" په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې دلپوريو الف لوبډلې خپلې سيالې مندوزيو الف لوبډلې ته د ۲۵ پر ۱۳ امتيازونو په توپير ماتې او بريا يې په خپل نوم کړه.
ياده دې وي، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۳۵ ورځې به دوام وکړي.
