خبرتيا

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست ټولو متقاعدينو ته خبر ورکول کېږي، ترڅو سبا دوشنبه او بل سبا سه شنبه، چې د ۱۴۰۴ کال د وږي مياشتې له ۱۰مې او ۱۱مې نېټې سره سمون خوري، سهار اته بجې له خپلو برېښنايي پېژند پاڼو او تقاعد کارتونو سره د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست حقوقي مشاورت ته مراجعه وکړي، تر هغه، چې اسناد يې بشپړ شي او له هغه وروسته به په ټولیز ډول د تقاعد او محاکم محترم رياست ته مراجعه وکړي.