حافظ احمد جان ځدراڼ د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش له آمریت لیدنه وکړه
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ غزني ولایت ته له خپل سفر وروسته پکتیکا ولایت ته ورسېد او په دې ولایت کې يې د بدني روزنې او ورزش آمریت د مسؤلینو ترڅنګ د ګڼو فدراسیونونو له مسئولینو سره ولیدل.
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د مسئولینو تر ستونزو او غوښتنو اورېدلو وروسته، په دې ولایت کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت له ودانۍ او ورزشي سټېډیوم څخه هم لیدنه وکړه.
د پکتیکا ولایت ورزشي مسوولینو د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له او فني مسلکي مرستیال څخه په یاد ولايت کې د شته ورزشي لویغالي د بیا رغاونې غوښتنه وکړه.
فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د یاد ولایت مسئولانو ته تر ممکنې کچې د شته ستونزو د ډاډ ورکړ.
یاده دې وي، چې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال تېره ورځ غزني ولایت ته هم د فوټبال د میدان د رغاونې د چارو د پای ته درسېدو په پار سفر درلود.
