جوزجان کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو مبارزه سبک لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تکواندو ملي فدارسیون له لوري په یاد ولایت کې د ګنجینه باختر په نوم د هېواد له لسو ولایتونو د ۱۵ لوبډلو ( ۱۰۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو مبارزه سبک لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې د جوزجان ولایت د تکواندو لوبډلې د ۲۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، د بلخ لوبډلې د ۱۴ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د تخار ولایت د تکواندو لوبډلې د ۱۱ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده، چې دغو سیالیو کې د پومسه سبک ورزشکارانو هم ګډون کړی وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو موخه د تکواندو ورزش ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې د مبارزه سبک غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.
