جوزجان؛ په قرقین ولسوالۍ کې د وزلوبې اوونیزې سیالۍ وشوې
د جمعې په ورځ د جوزجان ولايت په قرقين ولسوالۍ کې د وزلوبې فدراسيون له لوري د دغه ولايت د ورزش آمريت په همکارۍ د وزلوبې اوونيزې سیالۍ د لسګونو نندارچيانو په شتون کې ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه د لوبو ته د ورزشکارانو هڅول او ځایي خلکو ته د تفریح برابرول وو .
د وزلوبې سيالۍ د هېواد يو له سيمه ييزو او دوديزو لوبو څخه ده، چې معمولاً د ځانګړو ورځو او جمعې په ورځو کې ډېرې ترسره کیږي او د ليدو لپاره يې له ليرې پرتو سيمو څخه سلګونه کسان راځي.
