جوزجان؛ د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ګروپ سيالۍ پيل شوې
په جوزجان ولايت کې د ورزش امريت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري د اقچې ولسوالۍ په ګډون د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ګروپ سيالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې په شپږو څلور ټيمه ګروپونو کې پيل شوې د پيل لوبه يې د هلال کلب او شمال کلب لوبډلو ترمنځ وشوه چې ١٠-١ د هلال کلب لوبډلې وګټله.
همداراز په دويمه لوبه کې جوانان همبستګي او کهکشان سانسيز لوبډلې سره ولوبېدلې، چې ٢-١ د جوانان همبستګي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
