تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۱:۲۷
تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په معاذ الله کلي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د توپان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې توپان لوبډلې خپلې سیالې خورشید خواجه بهاالدین لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۹
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۲
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۱
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS