تخار؛ په بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې د مدیریت او روزنې زده کړییز سیمینار ترسره شو

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې د ورزش په برخه کې د مدیریت او د روزنې لومړی پړاو زده کړییز سیمینار ترسره شو.
د یاد سیمینار موخه د ورزش په برخه کې د روزونکو ظرفیت لوړول او د روزنې او مدیریت د قوانینو سره بلدتیا و؛ د سیمینار په پای کې ګډون کوونکو روزونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.