تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ چاپندازان ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۵۹
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ چاپندازان ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې شبیر پهلوان، سمیع پهلوان، بصیر بابا عاشور پهلوان، حاجي خال محمد پهلوان، صحبت پهلوان، عبدالرشید پهلوان او نجیب پهلوان تر نورو ښه وځلېدل او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و،چې دوې ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS