تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۲۲
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې پهلوان ناصر لومړی، عارف الله دویم او باسط بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.