تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو پنځم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جودو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو پنځم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې د ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، په پایله کې له هرې ګټګورۍ ۱۸-۱۸ ورزشکاران د تخار ولایت د جودو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د تخار ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د تخار ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه، ستاینلیکونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
