تخار؛ مرکزتالقان ښار کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د زمري ۲۴ تمې د ا.ا.ا د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په ویاړ د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۰ تنو ورزشکارانو د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د زمري ۲۴ تمې ورځې نمانځل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
