تخار؛ فرخار ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ ترسره شوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په فرخار ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې فيصل لومړی، مرشد دويم او حکمت الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او دودول و.