تخار؛ د کوکچې ځوانانو لوبډلې د دشت قلعه ولسوالۍ د والیبال اختريز جام سياليو اتلولي وګټله

org_admin
جمعه ۱۴۰۳/۴/۱ - ۲۱:۱۴
تخار؛ د کوکچې ځوانانو لوبډلې د دشت قلعه ولسوالۍ د والیبال اختريز جام سياليو اتلولي وګټله

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ مرکزي لېسه کې د ياد ولايت مرکز او ولسواليو څخه د ١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختريز جام سیالۍ چې څلور ورځې مخکې پیل شوې وې د کوکچې ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د کوکچې ځوانانو او عقابان ګولایي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې د کوکچې ځوانانو لوبډلې د ٣/١ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سياليو په پای کې اتلې لوبډلې او غوره ورزش کارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS