تخار؛ تالقان ښار کې د ۱۰۰ ورزشکاران ترمنځ د تکواندو WTF دوستانه سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۹:۵۰
تخار؛ تالقان ښار کې د ۱۰۰ ورزشکاران ترمنځ د تکواندو WTF دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په تالقان ښار کې د دوستۍ جام په نوم د ۵۰ جوړو (۱۰۰) ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو او د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د تکواندو WTF دویم پړاو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو موخه د تخار ولایت د تکواندو منتخبو سیالیو ته چمتووالی نیول او د تکواندو ورزش ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS