تخار؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۸:۴۶
تخار؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بهارک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې دوراهي ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې شاهين لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او خلکو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۵
Background image

په کابل کې د ۱۷ کلنو فوټبال غوره ليګ سياليو د څلورمې اوونۍ پای

د دغو سياليو په لومړۍ او د ليګ په ۱۹مه لوبه کې سرسبز ياشلر لوبډلې خپلې سیالې خراسان فارياب لوبډلې ته د ۵ـ۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه او د ليګ په ۲۰ مه لوبه کې ارمان اف سي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۲
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته هم سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه ویتنام ته د ۱ - ٢ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه سیالي راتلونکې چهارشنبه( د زمري ١٤) د کابل پر. . .

BACK TO NEWS