بېسبال ملي لوبډلې د فلسطین پر وړاندې ماته وخوړه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۱:۴۰
بېسبال ملي لوبډلې د فلسطین پر وړاندې ماته وخوړه

د هاکي فدراسیون اړوند د بېسبال ورزش ملي لوبډلې د لویدیځې اسیا بېسبال کپ سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي د ۷ – ۲۱ منډو په توپیر د فلسطین پر وړاندې بایلوده.

په دغه سیالي کې د افغانستان په کټه نجم الاسلام دوه او عبدالغفور، اصف، دوست محمد، عبدالعزیز او صادق الله یوه، یوه منډه کړې ده.

دغه لوبډله به راتلونکې سیالي کې سبا( شنبه، د غويي پر ۲۷مه) د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.

یادې سیالۍ د ایران په کوربتوب، د تهران په کرج ښار کې د اووه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۵‌مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS