بلخ کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته روزنيز سمينار ورکړل شو
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد رياست د غونډو په تالار کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د پهلوانۍ روزنيز يو ورځينی سمينار ورکړل شو.
په ياد سمينار کې گډون کوونکو ته د پهلواني ورزش کلیدي او پرمختللي موضوعات په نظري او عملي بڼه تدريس شول.
