بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۶:۴۹
بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز مزارشريف ښار په ستورو کمپ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د ووشو سيالۍ وشوې.

يادې سيالۍ، چې په تک فايټ ډول د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۴۰ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

کابل کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د کابل ښار محمد باقر په ورزشي جمنازیوم کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یاران عطايي لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۹:۱۵
Background image

BACK TO NEWS