بلخ کې د ۶۰ پهلونانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۲
بلخ کې د ۶۰ پهلونانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارگوټي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې سيالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۳۷
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۸
Background image

سمنګان؛ مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS