بلخ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کيک بوکسينگ سبک سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شريف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کیک بوکسینگ سبک سيالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې د ټک فایټ په بڼه وشوې، چې په پایله کې يې ۲۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
