بلخ ياران عمر لوبډلې د شمال زون فوټسال سیالیو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۲۲
بلخ ياران عمر لوبډلې د شمال زون فوټسال سیالیو اتلولي وگټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون له لوري او د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز امام خميني جمنازيوم کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون فوټسال سيالۍ، چې پنځه ورځې مخکې پيل شوې وې د بلخ ياران عمر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې د بلخ ياران عمر، جوزجان نظري کلب، فارياب اميد جاويدان، سرپل او سمنگان لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې بلخ ياران عمر لوبډلې بې له کومې ماتې د ۱۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، جوزجان نظري کلب لوبډلې دويم او فارياب اميد جاويدان لوبډلې بيا درېيم مقام خپل کړ.

د ويلو وړ ده، چې يادې سيالۍ د افغانستان زونونو په کچه د فوټسال دويم پړاو غوره ليگ سياليو ته د لار موندنې په موخه ترسره شوې، چې په پای کې د بلخ ولايت څخه ياران عمر لوبډلې لار پېدا کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۸:۳
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالی کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۸:۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۷:۵۹
Background image

کاپيسا کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نثار احمد بهاوي ورزشي لوبغالي کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا. . .

BACK TO NEWS