بلخ ولایت کې د څلورو ولایتونو د چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه
دا سیالۍ د بلخ ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمریت په ملاتړ د وزلوبې فدراسیون له خوا د بلخ ، جوزجان ، سمنگان ولایتونو او څو ولسوالیو چاپندازانو ترمنځ ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې د ورزشي مسوولینو ترڅنګ د وزلوبې ګڼ شمېر مینوالو هم ګډون کړی وو.
د سیالۍ په ورستیو شېبو کې مصطفی پهلوان د کاکا شکور په اس سره دایره حلاله کړه او پنځه زره افغانۍ جایزه یې په خپل نوم کړه .
همدا راز ورستی اولاق د فرید پهلوان له خوا د عزیز رییس په اس ترسره او دایره یې حلاله کړه او ۱۰۰ ډالره جایزه یې وګټله.
د یادې سیالۍ موخه د چاپندازانو ترمنځ د تجربو شریکول او د خلکو ترمنځ یووالی وو.
