بلخ ؛ کشنده ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د کشندې ولسوالۍ د ورزشي مسؤل نصرت الله همدرد له لوري په یاده ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو (۴۴) ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د چیلتوکته،ګردن اقچه ګوره، مرکز او د للمي لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پایلوبه کې مرکز لوبډلې خپل ټاکلی وخت پوره کړ او سیالې للمي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
د یادو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د بلخ ورزشي ریاست له لوري غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
