بلخ ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۷:۳۴
بلخ ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د وطن دوستان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې وطن دوستان لوبډلې خپلې سیالې رئیس قدرت لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته د ځوانانو هڅول او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

خوست؛ موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د موسی خېلو ولسوالۍ په مرغې جواس سيمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د تڼيو ولسوالۍ په ژۍ کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د "ځوانانو يووالي" په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د روداتو لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS