بلخ ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې قرقین لوبډلې خپلې سیالې خماب لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او یووالی رامنځته کول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.