بلخ ؛ مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۵۱
بلخ ؛ مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشريف ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سيالۍ د چهاربولک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې چهاربولک ځوانانو لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې جوړه رئیس لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د یادونې وړ ده، چې له یادو سیالیو وروسته ۳۰ تنه د بلخ ولایت د والیبال ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS