بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سیالۍ پيل شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سیالۍ پيل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هېواد لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې چهار ګنبد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د بلخ ولسوالۍ د واليبال ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
