بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د ۱۲لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسيدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۲۰:۱۵
بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د ۱۲لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسيدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سيالۍ د قلاچې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې قلاچې لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د بلخ د والیبال ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې ۳۰ تنه د بلخ ولایت د والیبال ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۴۳
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٣۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ لسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ٣۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ لسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې الیاس لومړی، سلمان دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۴۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې صیاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

کندز کې د ٨٠ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دورې میدان کې د ٨٠ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې دوه آخلاقه اعلان شول خو هېڅ. . .

BACK TO NEWS