بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۵۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې سیالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۱
بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۵۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې سیالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند لامبو وهنې فدراسیون د استازولۍ له‌ لوري په مرکز مزار شريف ښار کې د الماس ګروپ رمضان جام په‌ نوم د ۵۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په الماس د لامبو وهنې حوض کې په دوو بخشونو او دوو کټگوريو له ۱۶ کلونو کم عمره او له ۱۸ کلونو د پورته عمر درلودونکو لامبو وهونکو ترمنځ ترسره شوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو په‌ پای کې غوره لامبو وهونکو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۳
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو. . .

BACK TO NEWS