بلخ؛ په شولګره ولسوالۍ کې د ۶۶ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۱
بلخ؛ په شولګره ولسوالۍ کې د ۶۶ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شولګره ولسوالۍ کې د ۶۶ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې دواړه اخرالاقه ګل حسين پهلوان د سردار ولي ګران پر اس تر حلالې دايرې ورسول او د سياليو گټونکی شو.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د یاد ولایت غوره لیګ ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۱۱
Background image

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS