بلخ؛ مزارشریف ښار کې د ۱۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۸
بلخ؛ مزارشریف ښار کې د ۱۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د وزلوبې، نېزه وهنې او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د دې ولایت په مزارشریف ښار کې د ۱۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دې سیالیو په پای کې ګلبدین پهلوان او سرور پهلوان وکولی شول اخر اوعلاقونه د حلال تر دایرې ورسوي او د نقدي جایزې ترلاسه کړي.

دغه سیالۍ د وزلوبې د ودې او خلکو ته د سالمې تفریح په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS