بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې ۳۰ تنو لامبو وهونکو ته د ډوبېدو ژغورنې سیمینار پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د لامبو وهلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز مزار شریف ښار د ابي الماس ګروپ پارک په لامبو وهلو حوض کې د استاذ محمد رضا جمالي تر نظارت لاندې ۳۰ تنو لامبو وهونکو ته د ډوبېدو ژغورنې سیمینار پای ته ورسېدې.
د یاد سیمینار موخه د لامبو وهونکو مسلکي او تخنیکي وړتیا لوړول، د لامبو وهلو ورزش دودول او د مسلکي کدرونو روزل و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
