بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۲۳
بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز مزار شریف په استقلال پروژه کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې ۲۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، د سیالیو په پای کې غورهکورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۶
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې له نجیب الله طوفان سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د زابل ولایت د قوت الرمي له پیاوړي ورزشکار ښاغلي نجیب الله طوفان سره، چې څه موده وړاندې په ناڅرګنده پېښه کې ټپي شوی و، ولیدل او د نوموړي د. . .

BACK TO NEWS