بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ٤٢ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزار شریف ښار کې ٤٢ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړی لوبه سبحان اساس د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپل سیال محمد الله ته ماتې ورکړه .
دا سیالۍ د آریانا تلویزون لوبو ته د غوراوي په موخه پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
