بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۹:۱۵
بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشريف ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو، او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او له ۳۵ تر ۸۸ کېلوګرامه بېلابېلو وزني کټګوريو کې تر سره شوې چې په پایله کې یې ١٢ ورزشکاران د بلخ ولایت د فول رزم ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

دغه سیالۍ د فول رزم ولایتي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS