بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې آزادې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۳:۴۱
بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې آزادې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ آزادې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو په عمري ګټکورۍ او له ۲۵ تر ۶۰ بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۱ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS