بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د شورتپه ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري په یاده ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۵ لوبې مساوي او ۳۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
