بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شاهين لوبډلې خپلې سيالې نيکچې لوبډلې ته د ۱ پر صفر ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه واليبال لوبې ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
